امنیت

دکورنيو چارو له وزارت سره مرسته وشوه.

کابل  باختر د وږي شلمه :
د کورنیو چارو له وزارت سره د چین هېواد  له لورې مرسته شوي ( ۴۰۰ ) قلمه ډول ډول اجناس نن په رسمي ډول  د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.
د دغو ( ۴۰۰ ) قلمه ډول ډول مالونو د سپارلو پرمهال د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمان رحمان د چین هېواد له همیشنیو مرستو او همکاریو مننه وکړه ویې ویل، دا چې پولیسو مو د ترهګرو د ځپلو او لمنځه وړلو او هېوادو والو ته د ډاډمن امنیت ټینګښت په موخه شپه او ورځ په سنګرونو کې دي او زیار باسي څو د هېوادوالو لپاره لا نور ډاډمن امنیت خوندي کړي نو د چین هېواد له لورې دا مرسته شوي مالونو به چې د چاودیدونکو توکو په کشف او پېژندنه کې ډېر اړین او مرسته کوونکوي دي وکولای شي چې د دښمن شوم پلانونه او چاودیدونکي توکي کشف او لمنځه یوسي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین زیاته کړه، موږ له چین هيوادسره په خپلې دوستۍ ویاړو او هیله مند یو چې چین به په رتلوونکو کې خپلو لا نورو مرستو ته هم دوام ورکړي.
د چین هېواد له لورې مرسته شوي ( ۴۰۰ ) قلمه ډول ډول مالونه د د غه هېواد مسلکي انجینرانو له لورې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په شتون کې روښانه او په رسمي ډول د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته