کابل_ باختر دکب دولسمه
دوه تنه ماين ښخوونکي د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دوه تنه ماين ښخوونکي چې غوښتل يې دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې ماين ښخ کړي؛ په دوى ماين وچاوديد او ووژل شول .
دغه راز د وسايطو ضد يو ماين چې د وسله والومخالفينو له خوا دترينکوټ ښار په مربوطاتوکې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر ښخ کړى شوى و؛ دپوليسو دمنسوبينو د امنيتي دندو په بهيرکې په دغه ولايت کې ترلاسه او شنډ کړى شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ