امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومى ٢٠ :
دايبکو ،مزارشريف په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله نن دوه تنه ووژل شول.
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير سمونوال عبدالقدير باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې له يو باروړونکې موټر سره دکرولا موتر دټکر له امله رامنځته شوې ده.
ده وويل : په دې پيښه کې ديوې ښځې په ګدون د يوې کورنۍ دوه تنه غړي وژل شوي او ددغې کورنۍ بل غړى ټپى شوى دى.
دسمنګانو دولايتى روغتون دعاجلې څانګې نوکريوال ډاکتر فياض وايي چې دغه کورنۍ دبدخشان ولايت اصلى اوسيدونکې وه او ديو تن ټپى روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته