ټولنه

ولسونه: دولت له اولس څخه جوړ او اولس یې په ټولو برخو کې ترڅنګ ولاړ دی

۲۵- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د پکتیکا د څو ولسوالیو مشرانو د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې وویل چې دولت له اولس څخه جوړ شوی او اولس یې په ټولو برخو کې ترڅنګ ولاړ دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مشرانو وویل چې افغان اولسونه تر بل هر وخت په خپل جمهوریت او نظام زیات باوري شوي دي او په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي.
په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېر بادشاه ارګوني وویل: د اولسونو د قربانیو پایله ده چې نن د اولس او دولت ترمنځ واټن کم شوی او دواړه په ګډه د هېواد د آبادۍ لپاره کار کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته