
کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
په لغمان، غور او فراه ولایتونو کې له ۱۲۳۷ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
په لغمان کې د صرف موسسې لخوا ۲۰۰ بې وزلو، یتیمو او بې سرپرسته کورنیو سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه مرسته وشوه، چې په کې۲۵ کورنیو ته لنګې غواوې، ۱۲ کورنیو ته خوسیان، ۲۹ کورنیو ته د خیاطۍ ماشینونه، رختونه، ۶۵ کورنیو ته د هګیو چرګې،۱۲ کورنیو ته وزې او ۱۴ کورنیو ته د کور نور ضروري سامان او پاتې۴۳ کورنیو ته بېلابېل توکي ورکړل شول.
د یو بل خبر له مخې؛ د غور په دولینه ولسوالۍ کې Afghanaid موسسې له لوري ۱۰۰ بې وزله کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ۲۰۰ وزې ورکړل شوې.
دغه راز فراه کې همغږي مؤسسې د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې له ۹۳۷ کورنیو سره نغده مرسته وکړه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵ زره ۲۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
لمر