خبرونهټولنه

په لغمان، پروان غور او لوګر کې پر سلګونو کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

کابل، د تلې ۱۳ مه، باختر

په لغمان، پروان، غور او لوګر ولایتونو کې د یو شمېر خیریه بنسټونو په مرسته پر سلګونو کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ افغاني سرې میاشتې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې ۴۰۰ بې وزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

د هېواد په ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي مسؤل رحمت ګل وقار وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴،۵ کیلو وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه او بسکیټ ووېشل شول.

په همدې حال کې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې پر ۱۹۵ کورنیو نغدې پیسې ووېشل وې. په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زره ۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په ورته وخت کې هم د (ACF) موسسې په مالي ملاتړ پر ۱۸۰ بزګرانو نغدې پیسې ووېشل شوې. د یاد ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۸ زره ۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

په همدې حال کې افغاني سرې میاشتې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې هم له ۴۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغده مرسته کړې ده. د لوګر د سرې میاشتې رئیس مولوي نصرت الله نصرت وايي چې په مرسته کې پر هرې زیانمنې شوې کورنۍ لس لس زره افغانۍ ووېشل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې ورستیو سېلابونو، اورښتونو او زلزلو ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي چې لومړنیو بېړنو مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا