نړۍ

دعراق کردان دترکيې له لاري دسوريي کوباني ښارته ورسيدل

بعداد بي بي سي   باختردلړم دمياشتې ٧ :
په لسګونوتنه عراقي کردان دداعش له ډلې دبريدونو په وړاندي دسوريې دکوباني ښار له مدافعو ځواکونوسره دپيوستون په مقصد ترکيې ته  روان شول.
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر ر اکړ  چې  څه ناڅه  يوسلو پنځوس تنه  عراقي کردان  په  عراق کي   له خپلو اډو څخه  دترکيې په لور روان
شوي دي  چې  دسوريې له پولي څخه په تيريدو سره  په کوباني کې دسوريې دکردانو له پوځي ځواکونوسره يوځاي شي .
ترکيې څو ورځې مخکې  دترکيې له پولي څخه سوريې ته  دکردانو له تيريدو سره  موافقه وکړه  خو ويي ويل : اجازه نه ورکوي  چي  دترکيې کردان  په کوباني ښارکې په جګړه کي ور ګد شي .
دعراق د کردستان دمامورينو دڅرګندونوله مخې : کردي ځواکونه دالوتکو په واسطه دترکيې په جنوب ختيځ کي  داورفه  سيمې ته او له دغه ځاى څخه دځمکي له لاري دکوباني ښار ته ځي .
دکوباني ښار  دنيولو لپاره  په دغه ښار  دداعش دډلې بريدونه  نږدي دوه مياشتي پيل شوي دي   چې دښار دمدافعو ځواکونو  له پرمختګ سره سره  تراوسه پوري  دهغه دنيولو  مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته