خبرونهاقتصاد

په لغمان او تخار کې نږدې ۷۹ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

 کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

په لغمان کې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي هیئت د خپلو فعالیتونو په لړ کې د مرکز مهترلام اړوند د بابا صاحب دښتې څخه لیدنه وکړه او د څېړنې په ترڅ کې یې ۷۲ زره ۶۷۱ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړه.

د یاد تخنیکي هئیت مشر او د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته وویل، چې د ۱۳مې غونډې د ترسره کولو وروسته د مرکز مهترلام اړوند بابا صاحب دښته کې یې ۷۲زره ۶۷۱ جریبه دولتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه، چې په ځینو برخو یې د خلکو لخوا ودانۍ هم جوړې شوې دي.

د یو بل خبر له مخې؛ په تخار کې د دولتي غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي کمېسیون د خپلو فعالیتونو په لړ کې د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ۶ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا