امنیت

په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دهېواددهوايي قواوو خونړۍ بريدونه .

-کابل باختر د وري  اوومه:
شپږ   تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهېواد دهوايي قواوو په يولړ بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه کله چې د لښکرګاه ښار ته څيرمه  د ډار اچوونکو ديولړ بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت وو بريدونه  وشول .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي  بريدونوکې شپږ   تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل  په دې بريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو  ديوه ډيپوپه کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو  دلښکرګاه ښار ته څيرمه  دطالبانو له يوه پتنځي څخه کشف  شوې ده .  دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې له دغې ډيپو څخه يوشمير سپکې او درندې  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې .  امنيتي مامورانو نن ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښارپه شاوخوا سيمو  او له سنګين ولسوالۍ  څخه  درې  ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته