ورزش

د ووشو فدراسيون رييس او غړو تحصن وکړ

کابل –باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦
دالمپيک دملي کميټې د ووشو فدراسيون يوشمېر غړونن په تحصن لاس پورې کړ.
دوى ادعا کوي چې د المپيک ملي کميټه د دوى په کاري چاروکې لاسوهنه کوي او د دغو لاسوهنو پرخلاف اعتراض کې يې د کابل د نوى ښار په پارک کې خيمه ودروله.
د ووشو د فدراسيون رييس خواني حميدي په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپږ مياشتې مخکې د آزادو انتخاباتو له لارې د دغه فدراسيون د رييس په توګه انتخاب شو او دغه فدراسيون په ملي کچه په خپلو کارونو لاس پورې کوي، خو په نړيواله کچه د المپيک ملي کميټه د دوى په کاري چاروکې لاسوهنه کوي .
ده وويل: تر هغه پورې چې دغه لاسوهنه پاى ته ونه رسيږي؛ خپل تحصن ته به دوام ورکړو .
خو د المپيک د ملي کميټې سلاکار آرين خيبر وويل: د ورته فدراسيونونو په باب نوى نظرکيږي او د ووشو فدراسيون د تکواند له فدراسيون سره ورته ده. د دغې موضوع په باب کار د هغه هيئت له خوا چې د جمهوري رياست له خوا ټاکلى شوى دى؛ دوام لري او د هيئت د څيړنې د نتيجو له مخې به اقدام وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته