
کابل، د مرغومې ٢مه، باختر
په لغمان او ننګرهار کې ١٥١ اړمنو کورنیو او پکتیا کې ٦٠٠ بزګرانو مرسته ترلاسه کړه.
په لغمان کې د یونیسف له لوري ۱۳۷ کورنیو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته د ١٧ زره ٨١٠ افغانیو په ارزښت یو خېمه او د ٢٦٠٠ افغانیو په ارزښت یو کېټ ورکړل شو.
د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار په سره رود او بټي کوټ ولسوالیو کې د UNHCR په مالي مالي ملاتړ او د WADAN موسسې په تخنیکي همکارۍ ١٤ بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شويو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ١٩ زره ٨٧٠ افغانۍ ورکړل شوې.
ورته مهال پکتيا کې د FAO موسسې له لوري پر ۶۰۰ بزګرانو کيمياوي سرې ووېشل شوې، چې په کې هر بزګر ته ٢٥ کيلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
لمر