ټولنه

په اوو میاشتوکې څه دپاسه ۴۰۰ زره افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي

– کابل / د زمري ۷ مه / باختر
د کډوالۍ نړیوال سازمان په تېرو اوو میاشتو کې له ایران څخه د څه دپاسه ٤٠٠ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ایران څخه افغانستان ته د ۴۰۴ زرو ۸۶۸ افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی او ویلي يې دي چې دغه شمېر کډوال د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ افغان مهاجرینو د نیمروز او اسلام قلعه پولو له لارې افغانستان ته ننوتل او د کډوالۍ نړیوال سازمان په وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لوړه کچه ثبت کړې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو ته هم اشاره شوې ده او پکې ویل شوي دي چې د روان ميلادي کال د اوو میاشتو په بهیر کې یو زرو ۹۳۳ افغان مهاجرین له پاکستانه راستانه شوي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته