نړۍ

سپينه ماڼۍ : دالقاعده ټول ځواکونه په پاکستان کې ځپل شوي دي.

واشنگتن ډان باختردزمري دمياشتې  ١١ :
سپنې ماڼۍ پرون وويل چې دامريکا متحده ايالاتو په پاکستان او افغانستان کې دالقاعده دډلې  دمشرتابه   مرکزونه دړې وړې کړې دي.
دسپنې ماڼۍ  مطبوعاتي سکرتر جاش ياژيست   په واشنګټن کې په يوه خبري
کنفرانس کې وويل  چې له  ٢٠٠١ ميلادي  کال مخکې دالقاعده  مرکزي بنسټ  دافغانستان اوپاکستان ترمنځ قبايلي سيمو کې فعاليت کاوه .
ده زياته کړه   چې دغې ډلې   د ٢٠٠١ ميلادي کال دسپتمبر دمياشتې په ١١نيټه  دامريکا دمتحده ايالاتو پرخلاف  په وحشتناک بريد لاس پورې کړ.
ده زياته کړه چې له هغه وخت څخه تراوسه پورې اطلاعاتي غړو او نورو  د ګواښ دکمښت اوپه  حقيقت کې دالقاعده دمشرتابه دبنسټ د دړې وړې کولو لپاره   چې ډير پراخ  فعاليت يې کاوه ، کار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته