ټولنه

د سمنګانو په بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو ويشل

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د سمنګانو ولايت په څه ناڅه دريو زرو تنو بزګرانو د کرنې او اوبو لګولو  وزارت له خوا د غنمو ٤٣٥  ټنه اصلاح شوي تخم او کيمياوي سره وويشل شوه .
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس همايون حبيب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو اصلاح شويوتخمونو او کيمياوي سرې ټول ارزښت ١٢مليونه ٩٠٠ زره افغانۍ کيږي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د اصلاح شويو تخمونو د شرکتونو او د بلخ ولايت د کيمياوي سرې د تصدۍ د فابريکې له خوا پيرودل شوي دي او له اصلي بيې خخه په سلوکې د پنځوسو په تخفيف سره په بزګرانو ويشل شوي دي.
ده وويل: د دغو اصلاح شويوتخمونو د ويشلو موخه د بزګرانو د کرنيزو محصولاتو او د اقتصاد د لوړولو په مقصد د هېواد په کچه د غنمواصلاح شويو تخمونو رواجول دي چې دغه اصلاح شوي تخمونه په هېوادکې د تيروکلونو د تجربو له مخې توليد او تکثير شوي دي چې د هېواد له خاورې او هوا سره سمون لري؛ له همدې امله زيات حاصل ورکوي.
ښاغلي حبيب وويل: دوى دغه پيسې له بزګرانو څخه راټولوي او د بزګرانو د کوپراتيفونو په حساب تحويلوي او هغه د هر ولايت د بزګرانو د کوپراتيفونو د اتحاديو د ودې په مقصد پانګونه کړي.
  ده وويل: د غنمو د اصلاح شويوتخمونو او کيمياوي سره چې د کرنې او اوبو لګولو  وزارت له خوا د سمنګانو ولايت بزګرانو ته ځانګړې شوي دي؛ څه د پاسه يو زرو يوولس ټنه دي چې په له دې جملې څخه څلور سوه پنحه ديرش ټنه يې د سمنګانو ولايت ته ليږدول شوي او د دوى له خوا په بزګرانو ويشل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته