سیاست

جمهور رئیس غني: موږ ته د شهید موسی شفیق مهم پیغام د هغه ناتمامه څپرکي بشپړول دي چې د غازي امان الله خان په وخت کې پیل شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د پخواني صدراعظم شهید محمدموسی شفیق د شخصیت او کارنامو په درناوي بین‎المللي سیمینار کې چې د جمهور رئیس په لارښوونه د موظف کمیسیون له لوري د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
جمهور رئیس په دې سیمینار کې د ۱۳۴۳کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د شهید موسی شفیق او د هغه د پلار بحث  ته په اشارې سره وویل: دا بحث دوه د پام وړ نکتې لري ؛ اول، دا ښیي چې زموږ افغاني ټولنه د ازادو بحثونو ظرفیت او تحمل لري؛ دویم دا چې دا بحث د دوه نسلونو تر منځ جنجال کې د درناوي او تفاهم  ښه نمونه ده چې یو د وضعیت د بقا پلوی دی او بل د وضعیت بدلون ته علاقمند دی.
هغه زیاته کړه: شهید محمدموسی شفیق د تحول او تداوم تر منځ منځنۍ، ملي او اسلامي کرښه په واقعیت بدله کړه.
جمهور رئیس غني وویل، د هغه له مهمو کارونو څخه یو هم د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند په اړه معاهده ده چې د هغه د صدارت په وخت کې وشوه او هغه مهال ملي شورا تصویب او پاچا توشیح کړه. د دې معاهدې په اړه په شفیق صاحب باندې نیوکې وشوې او زیات فشارونه راغلل چې دا معاهده ونشي، ولې شفیق صاحب په دې نظر وو چې افغانستان  او ګاونډیان باید خپلې مشترکې ګټې درک کړي او یو د بل په وړاندې د رقیب نه، بلکې د همکار او دوست په توګه چلند وکړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د هلمند سیند په اړه د افغانستان او ایران د معاهدې په پنځمه ماده کې راغلي دي: " ایران په دغه معاهده کې له تثبیت شوې اندازې څخه د هلمند په اوبو کې هیڅ ډول زیاته ادعا نه لري. حتا که د هلمند د دلتا په ژورو کې د اوبو کچه زیاته هم وي او د ایران د استفادې وړ هم اوسي.“
هغه زیاته کړه، کاشکې شهید موسی شفیق څو کاله نور هم ژوندی وای چې د افغانستان ټولې اوبه انسجام شوې وای، اوس زموږ دنده د دې معاهدې تطبیق دی ، ځکه دا معاهده د خلکو، د افغانستان د دولت او د هېواد د سولې او ثباته په ګټه وه.
محمداشرف غني دې ته په اشارې چې د مرحوم شفیق د ژوند او کارنامو مطالعه زموږ لپاره مهم پیغامونه لري  وویل، هغه یو مفکر وو او د خپل فکري انسجام په برکت یې لوی او ګټور کارونه وکړل  بله دا چې څو بعدي شخصیت یې درلود او څوک چې په اوسنۍ نړۍ کې د بریالي ژوند علاقمند وي باید د اوسني ژوند مختلفو ابعادو سره اشنایي ولري.
جمهور رئیس وویل، ځینې اشخاص دي چې لیکنې یې اصلي شخصیت جوړوي او ځينې نور د سید جمال الدین افغان غوندې تر ډېره حده په عملي فعالیتونو بوخت وي او عملي هڅې یې اصلي شخصیت تشکیلوي. شفیق صاحب هم د قلم سړی و او هم د عمل.
جمهور رئیس غني وویل، شهید شفیق له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو طرفدار وو او باور یې درلود چې ګاونډیان باید یو د بل مشروع ګټو ته درناوی وکړي او د همکاریو په مشترکو ټکو یې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د محمدموسی شفیق شخصیت د اسلامي، شرقي او غربي پوهې یو عظیم ترکیب دی او د ده عمیق فکر د دغو متفاوتو زده کړو او تجربو نتیجه ده.
جمهور رئیس وویل، زه چې زلمی وم او په کولمبیا پوهنتون کې زده کړو ته روان وم، نو په کابل کې مې ارواښاد شفیق ولید چې مشورې راکړي له ده سره په دوه ساعته ملاقات کې نور هم متیقین شوم چې هغه د خارق العاده استعداد او پوهې څښتن دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل،  شفیق صاحب که لوی سیاستوال، لوی مقنن او دیني عالم هم نه وای، بیا به هم د افغانستان لوی شخصیت و، ځکه د یوه شاعر او داستان لیکونکي په حیث هم د افغانستان د فرهنګ په تاریخ کې خپل مقام لري.
محمداشرف غني څرګنده کړه، لکه څنګه چې د معاصر افغانستان د ادبیاتو بحث د شفیق صاحب له ذکر پرته نیمګړی ښکاري، دغسې په هیواد کې د معاصرو قوانینو د تدوین بحث د شفیق صاحب د هڅو له یادولو پرته، ناقص دی.
هغه زیاته کړه، د قانون ارزښت او د قانون د حاکمیت درناوي ته پاملرنه د شهید شفیق د ژوند او کارنامو بل پیغام دی هغه په فکر او عمل کې یو معتدل انسان وو او تل یې په اعتدال ټینګار کاوه.
جمهور رئیس دې ته په اشارې چې  شفیق صاحب په یوه کلیواله کورنۍ کې دنیا ته راغی خو د خپل کار او کوښښ په برکت د صدراعظمۍ مقام ته ورسېد.       وویل، د ده د ژوند دغه اړخ ځوان نسل ته دا پیغام لري چې یو ځوان که په مشکلو شرایطو کې هم وي او محدودیتونه هم ولري خو د کوښښ، زحمت او منسجم فکر په برکت کولای شي، ډېر پرمختګ وکړي.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ ته د شهید محمدموسی شفیق مهم پیغام د ناتمامه څپرکي بشپړول دي چې د غازي امان الله خان له وخت څخه پیل شو او شهید شفیق هغه ته ادامه ورکړه نن واضح او ټینګه اراده لرو چې افغانستان نور ناتمامه څپرکی ونه لري او دوامداره هوساینې او ثبات ته ورسېږي چې هم د خلکو د هوساینې او هم د سیمې د ثبات موجب شي.
په دغه سیمینار کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم خبرې وکړې، وې ویل: کوم ملتونه چې خپل او د نورو تاریخ په دقیقه او انتقادي توګه نه مطالعه کوي او له پخوانیو تجربو زده کړه نه کوي، تل به د ترخو تاریخي تجربو په تکرار محکوم وي، دوی به د بریالیتوب مزه هیڅکله ونه څکي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د سیمې په کچه د باور رامنځته کولو او د شخړو د له منځه وړلو په ځانګړي ډول له دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان سره د (موسی شفیق) هدفمندې او عقلاني هڅې د هغه د سیاسي پوخوالي نښه وه، هغه وکولای شو په یوه سخته او بریالۍ مذاکره کې د ۱۳۵۱کال د کب په ۲۲نېټه دهلمند اوبو معاهده له ایران سره لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه: موږ نن د اساسي قانون د نمانځنې په اونۍ کې د شهید موسی شفیق نوې یمه کالیزه په داسې حال کې نمانځو چې هغه د اساسي قانون او د ډموکراسۍ د لسیزې په دوره کې یو اغېزناک شخصیت و. 
د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: پر ولسواکۍ د هغه کلک باور د دې لامل شو چې د ډموکراسۍ په لسیزه کې هغه فعال نقش ولري له همدې امله په ۱۳۴۳کال کې د اساسي قانون د تدوین په لویه جرګه کې د دغې جرګې د منشي په توګه یې د ډموکراسۍ د لسیزې د اساسي قانون په تدوین او تصویب کې مهم نقش ولوبولو.
صلاح الدین رباني وویل: شهید محمدموسی شفیق، د خپل صدارت او د بهرنیو چارو د وزارت پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باورپه رامنځته کولو کې هم زیاتې هڅې وکړې هغه کار چې له څو لسیزو وروسته د ملي وحدت حکومت هم وکړ او په خپلې فعالې ډیپلوماسۍ سره یې د سیمه ییز باور جوړونې او د سیمې هېوادونو د ګډو ګټو د تعریف په لار کې عملي او رغاوونکي ګامونه واخیستل، تر څو افغانستان د تقابل د ډګر په ځای د ګډو ګټو د اتصال او د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په څلور لارې بدل شي.
په دغه سیمینار کې د الازهر د شیخ پروفیسور دکتور احمد الطیب پيغام د مصر د الازهر پوهنتون استادې مېرمن الزیدان ولوسته، چې په هغه کې د موسي شفیق د الازهر د یو داسې فارغ او عالم په توګه یادونه شوې وه چې د هغه ځای د علم له چینې څخه یې ګټه اخيستې ده او هلته یې شاګردي کړې ده.
په دغه پیغام کې د مسلمانانو پر وحدت د ټینګار تر څنګ راغلي و: الازهر پرله پسې هڅه کوي چې د اهل تشیع او اهل سنت مسلمانانو ترمنځ وحدت وساتي او هغوی خپلو کې سره وساتي او کوم توان چې خدای (ج) هغوی ته ورکړی دی د ټولو انسانانو ترمنځ د سولې روحیې په ټینګولو او خپرولو کې ورنه کار واخلي.
په دغه پیغام کې څرکنده شوې وه: که څه هم جنایت کارانو استاد محمدموسی شفیق ترور کړ او ملت یې د هغه له معتدله او منځلاره علمي هڅو چې الازهر پوهنتون کې يې زده کړې وې، محروم کړ، خو افغان ملت چې اسلامي امت ته یې پرله پسې ستر امامان او علما ډالۍ کړي دي، خپل بچیان الازهر ته لیږي چې معتدله تګلارو سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، تر څو وکولای شي د افراط او تفریط د ټولو دعوتونو مقابل کې مقاومت وکړي.
هغه په خپل پیغام کې هغو ته په خطاب چې د صراط المستقیم له لارې کاږه شوي
دي وویل: غواړم هغوی سمې لارې ته راشي چې ګناهونه او جنایتونه یې ترسره کړي دي، دوی دې خپل وجدان سره قضاوت وکړي او پوه دې شي چې دغه نام او فاسد تاویل یې د اخرت په ورځ د خدای پر وړاندې په درد نه لګېږي.
په دغه سیمینار کې د محمدموسی شفیق مشر لمسي ببرک دقیق شفیق د محمدموسی شفیق د کورنۍ په استازیتوب د پیغام د لوستلو ترڅنګ د دغه بین المللي سیمینار د جوړونې په خاطر په مننې سره وویل: زما شهید بابا نه شرقي و، نه غربي بلکې څرګند افغاني او اسلامي لیدلوری یې درلود.
هغه وویل، شهید موسی شفیق هیله درلوده چې هېواد یې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان د امن سمبول دی او چا ته اړ نه دی او هر شی لري.
ببرک دقیق وویل، شهید محمدموسی شفیق له ماشومتوبه کور، کلی، خلک، جومات، طبقاتي ژوند، مکتب، مدرسه، ښار، غرونه، دښتې، سیندونه، طبیعي سرچینې او زیرمې، بیروکراسۍ، ظلم، دروغ، د نړۍ والو او ګاونډیانو خیانت، چل او مکر ښه سم مطالعه کړی و، چې څرک یې په شعرونو کې لیدلی شئ.
په دغه سیمینار کې په ملي او بین المللي ډګر کې د هېواد د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د شهید موسی شفیق د کارونو په اړه جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.
په پای کې جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر او د شهید محمدموسی شهید لمسي یې ملتیا کوله، د هغه پوستي ټکټ چې د شهید محمدموسی شفیق په عکس تزئین شوی و، پرده پورته شوه او په ستوري ماڼۍ کې یې د شهید محمدموسی شفیق د عکسونو نندارتون پرانېست.
په دغه بین المللي سیمینار کې پر جمهوررئیس سربېره، د شهید محمدموسی شفیق د کورنۍ غړو، د مشرانو جرګې رئیس، د کابینې یو شمېر غړو،  د ملي شورا غړي، د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا رئیس، یو شمېر عالمانو، د هېواد فرهنګیانو او د بهرنیو هېوادونو د کورډیپلوماتیک استازو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته