فرهنګ

په لغمان ولايت کې پرون دماين چاودنې درې تنه ټپيان کړل .

دکويت دولت د حج او اوقافو او اسلامي شؤنو وزارت  داسلامي فقي او حقوقي کتابونه دافغانستان داسلامي جمهوريت سترې محکمې ته ورکړل .

 دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دستري محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې، دغه کتابونه په کويت کې دافغانستان دسفير ډاکتر اسد الله حنيف دهلوځلو له مخې دکويت دولت د حج اوقافو او اسلامي شؤنو وزارت له خوا برابر شوي دي .

 دغه کتابونه چې ارزښت يې پنځه پنځوس زره ډالره اټکل شوي  داريانا په الوتکه کې کابل ته ليږدول شوي او دهغو د سپارلو په مراسمو کې دقضاييه قوي د اداري لوي آمر ډاکتر عبدالملک  کاموي او دبهرنيو چارو وزارت دفرهنګي برخې مرستيال  بابک شتون درلود .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته