کابل باختر د وږي څلورمه :
دافغانستان دفوټبال دغوره ليک سيالۍ د پنجشنبې له ورځې څخه په کابل کې پيليږي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو امر عبدالرشيد عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل ، په دغوسياليو کې دافغانستان له اتو زونونو څخه اته ټيمونه ګډون کوي او ټاکل شوې ده دهيواد دفوټسال دفدراسيون په لوبغالي کې ديوې مياشتې لپاره لوبه وکړي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغوسياليو له پيلولو سره جوخت به دشاهين اسمايي او داباسين څې ټيمونه لوبې وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ