سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني وينا :

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 الحمدلله رب العالمين و صلواة  وسلام علي خاتم النبين . 

ګرانو هيوادوالو ، خويندو او وروڼو !

  السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

  په تيرو يوولسو کلونوکې زموږ دخلکو يو ستر برياليتوب دپوهنې وده او پراختيا ده او لله الحمد  نن ورځ دهيواد په  مليونونو تنه بچېان دښوونې او روزنې  په مقصد مدرسو ، ښوونځيو او تخنيکې اومسلکې موسسو ته ځي دهيواد په ګوټ ګوټ کې دښوونې او روزنې دودې او پراختيا تر څنګ ،موږ دتعليمي  نظام ښه والې ته هم اړتيا لرو په دې وينا کې دهيواد تعليمي نظام ، په تيره بيا دخصوصي تعليمي موسسو دنظام کېفيت دښه والې په باره کې تاسو ګرانو هيوادوالو سره څو خبري لرم .

 ګرانو هيوادوالو !

  په دغو يوولسو کلونوکې دهيواد په  زياترو ولايتونوکې  دمدرسو ، ښوونځيو ، دارالمعلمينونو ، دتخنيکې تعليماتو او دخصوصي حرفوي موسسو جوړولو زموږ دپوهنې په ودې او پراختيا باندې اغيزه کړې ده نن ورځ موږ دهيواد په ګوټ ګوټ کې په سلګونو ښوونځي ، مدرسې ، دارالمعلمينونه او دحرفوي زده کړو مرکزونه  لرو .

 ددولت او دخصوصي مرکزونو له خوا دپوهنې دکېفيت وده دواړه زموږ دهيوادوالو دخوشحالي سبب ده خو دپوهنې ددغې ټولې پراختيا اغيزمنتوب هغه وخت زموږ په خير کېږي چې زموږ زده کوونکې  له خپلو زده کړو څخه دخپل ژوندانه دښه والې په لاره کې استفاده وکړى شي . او ددوى دلوړوزده کړو لپاره زمينه برابره کړي او دغه شرايط هغه وخت زموږ دښوونځيو ، مدرسو او دنورو تعليمي مرکزونو فارغانو ته برابريدي شي چې ددولتي  او خصوصي په ګډون زموږ ټول تعليمي نظام  لوړ کېفيت ولري .

 خويندو او وروڼو هغه کورنۍ چې خپل ماشومان او تنکې ځوانان دزده کړي لپاره خصوصي تعليمي او تخنيکې ښوونځيو مدرسو او مرکزونو ته ليږي او دزده کړي په بدل کې فيس ورکوي په مقابل کې له خصوصي ښوونځيو اوموسسو څخه په حقه ددې هيله هم لري چې بچېان يې معياري زده کړه وکړي اوزيات مهارتونه ترلاسه کړي له دې امله دخصوصي تعليماتو دموسسو دنده داده چې دهيواد بچېانو ته دښوونې او روزنې برابر او معياري شرايط برابر کړي لکه مسلکې ښوونکې ، درسي ټولګې او نور مناسب درسي وسايل او معيار نصاب  دنننۍ ښوونې اوروزنې له واجباتو څخه دي .

 دخصوصي موسسو خاوندان دنده لري چې معاصر تعليمي معيارونه زموږ دټولنې له غوښتنو سره سم د هيواد بچېانو ته چمتو کړي .

  دخصوصي تعليمي موسسو  محترمو جوړونکو !

 څرنګه چې تاسو دهيواد بچېانو دښوونې اوروزنې لپاره پانګونې کړي دي له تاسو څخه قدرداني کوم خو ددې ترڅنګ خلک له تاسو څخه هيله لري او غواړي چې ستاسو دکار معنوي ارزښت دهغه دتجارتي اړخ په نسبت زيات وي .

 تاسې بايد خپل تعليمي کارونه له هغو مقرراتو اوموازينوسره سم تنظيم کړي چې دخپل تعليمي مرکز دجوړولو په پيل کې مو دپوهنې له وزارت سره ژمنه کړې ده اوله دي لاري ځان ته مشروع عايد او دهيواد بچېانو ته موسمه او ګټوره ښوونه او روزنه برابره کړي وي

 ترراتلونکو خبرو پوري مو خداى وساته ښاد او نيکمرغه واوسي . 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته