ټولنه

د بامیانو ولایت ته د برېښنا رسونې د درې پروژو قراردادونه لاسلیک شول

کابل باختر د غويي د مياشتې ٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریېس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د بامیانو ولایت ته د برېښنا رسونې د درې پروژو قراردادونه لاسلیک شول.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه مناسبت د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او په ملي شورا کې د بامیانو ولایت د استازو په ګډون جوړو شویو مراسمو کې، د افغانستان د برېښنا شرکت ریېس له هندي او چینايي کمپنیو KEC، شیماپاور او ام اس شي‌جیانګ پاور سره دغه قراردادونه لاسلیک کړل.
د یادونې وړ ده چې بامیانو ولایت ته د ۱۸۰ کیلومترو په اوږدوالي او د ۴۳٬۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۳۰۰ میګاواټو په ظرفیت د دوشي سب‌سټیشن څخه تر بامیانو ښار پورې د ۲۲۰ کیلوولټه لین غځولو قرارداد له هندي کمپنۍ KEC، د بامیانو په دشت اژدر سیمه کې د ۱۱٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت او د ۳۲ میګاواټو په ظرفیت ۲۰/۲۲۰ کیلو ولټه سبسټیشن جوړولو قرارداد له ام اس شي‌ جیانګ پاور چینايي کمپنۍ او د ۲۴٬۱ میلیون ډالرو په ارزښت د بامیانو ښار د برېښنا د لېږد شبکه چې په لومړیو کې به ۲۰ زره او په راتلونکې کې به ۳۵۰ زره کورنیو ته برېښنا رسوي له شیما پاور هندي کمپنۍ سره لاسلیک شو.پاى_  سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته