کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
د وسله والو مخالفينو يو قوماندان دملي اردوځواکونو د عملياتو په بهيرکې ونيول شو او يوه اندازې وسلې او چاوديدونکو توکي ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو د خاصې قطعې منسوبينو د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې د طالبانو د ډلې يو قوماندان چې د وسله والو مخالفينو د اکمالاتو مسووليت يې په غاړه درلود؛ ونيول شو او دوه ميله سپکې وسلې، پنځه کڅوړې امونيم نايتريت او اتلس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ