امنیت

د ملي اردو يو قوماندان شهيد شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
په نيمروز ولايت کې پرون د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله پرون د خاشرود ولسوالۍ د پوستو قوماندان شهيد او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان دلاورشاه دلاور د دغه خبر په تاييدولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د خاشرود ولسوالۍ د امنيتي پوستو د قوماندان عبيدالله د سپرلۍ موټر د نيمروز دلارام په تګلورې کې ددغې ولسوالۍ د خواجه سورجو له ساحې څخه تېريده چې په ماين وخوت .
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د پوليسو په همکارۍ د نيمروز ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي او د روغتون د مسوولينو د څرګندونه له مخې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته