خبرونهټولنه

په لغمان کې د۴۹ ميليونو افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د بیا رغونې چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۲مه، باختر

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسولین وایي چې د الينګار ولسوالۍ اړوند د درې سیمو د ۳۰ کيلو متره سړک د بیا رغونې چارې پيل شوې دي.

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې د الينګار ولسوالۍ اړوند د ساو ۱۰ کيلو متره، د سنګر درې ۸ کيلو متره او د کلمان ۱۲ کيلو متره سړک د بيا رغونې چارې د WFP سازمان په مالي ملاتړ د ۴۹ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې دي.

هغه وويل په دې سره سيمې کې ۵۲۷ تنو ته د کار زمينه برابره شوې چې هر کاريګر ته به د مياشتې له ۸۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي او چارې به يې د ۹ مياشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا