ټولنه

په کندزکې د ترافيکي پيښې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه : 
په کندز ولايت کې نن سهار د يوې ترافيکي پيښې له  امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول .                            
دکندز د ترافيکو مديرعبدالقادر جيحون د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه پوليسان هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ زغره وال ټانګ د کندز_ شبرغان بندر په لاره کې له واټ څخه ووت او چپه شو.
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول او د دوى د سپرلۍ ټانک هم ويجاړ شوى دى.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته