خبرونهاقتصادTOPټولنه

کندهار کې پر ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي دي.

د دغه ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدراۍ رياست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی باختر آژانس ته وویل، چي سږ کال په دغه ولايت کې کروندګرو پر ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه پياز کرلي دي.

د موسی په وینا، د اټکل له مخې به سږ كال په دغه ولايت كي ۷۶ زره ټنه پياز راټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته