ټولنه

پکتیاوالو د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو او د پکتيا ولسونو نن په ګډه د تېري پای ته رسېدو ورځ ونمانځله.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د پکتیا والي ملا حمزه پر افغانانو غږ وکړ چې په یووالي او اتحاد سره خپل دین، خاورې او ولس ته کار وکړي.
په همدې حال کې د پکتيا امنيه قوماندان مخلص پر مجاهدينو غږ وکړ چې له خپل دين، هېواد او ولس سره خيانت و نه کړي او د خپلو خلکو د آرمانونو لپاره کار وکړي.
په ورته وخت کې د کندز لسګونو اوسېدونکو هم په دغه ولایت کې یاده ورځې په یوه ستره غونډه کې ونمانځله.
دا نمانځنه داسې وخت ترسره کېږي، چې تېره شپه امريکايي وروستي سرتېري په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته