کابل / د کب ۸مه /باختر
د مولانا غلام محمد خدیم، د فوټبال ټیم غړو د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره وکتل. دوی له والي وغوښتل چې د یاد ولایت فوټبال ته پاملرنه وکړي.
د باختراژآنس د خبریال د خبرله مخې؛ د سرپل د فوټبال فدراسیون مسوول عبدالحق فیضي د دغې کتنې موخه په هغو سیالیو کې ګډون یاد کړ چې په قندهار کې تر سره کېږي.
هغه د سرپل والي ته د شمال او شمال ختیځ په ۹ ولایتونو کې د دغه ټیم د اتلوالۍ معلومات ورکړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د دغه ټیم غړي په لوبو کې د ګډون په مقصد قندهار ته ولېږدول شي.
په دې کتنه کې د سرپل والي د مولانا غلام محمد خدیم د فوټبال ټیم له غړو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
سعیده –اکرم