ټولنه

له يوسلو څلورپنځوسوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې نن له يوسلو څلور پنځوسو بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه.
دجوزجان ولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس باخترآژانس ته وويل: په هرې کورنۍ څلورپنځوس کيلوبوري غنم، څلور پنځه کيلويي ډبلي غوړي، څوارلس کيلوګرامه دال نخود، اتيا قطي بسکويت ، دوه تربالونه، دپخلنځي يوسيټ لوښي، د اوبو سطل، دګازو ډبې، لمريز څراغ ، شپږ شړۍ او يوه اندازه صابون وويشل شول .
خبرځاى زياته کړه: ويشل شوي توکي او وسايل د مهاجرينو په چاروکې د ملګروملتو د سازمان دکميشنرۍ او د نړۍ د خوړو د سازمان له خوا ددغې ادارې په واک کې ورکړى شوي و.
دجوزجان والي باى مراد  قونيلي ددغو مرستو د ويش په وخت کې د (يو- ان- اچ- سي- آر) له موسسې څخه مننه وکړه او له بې وزلو کورنيو سره يې ددغې ادارې  د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته