ورزش

د هرات د ولسواليو د جام د فوټبال سياليو دوام وکړ

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په هرات کې د ولسواليو د جام د فوټبال سياليو پرون په څلورو لوبو سره دوام وکړه.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو لوبوکې د غوريان الف، تورغونډى، ګذرې او د غوريان بي ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .
دغه سيالۍ د يوويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي او د جمعې په ورځوکې دوام ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته