امنیت

درې تنه پوليسان شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دوږې  اوومه :
دروزګان ولايت دچوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
دچوري ولسوال عبدالمالک  دباختراژانس خبريال ته وويل  په نرمه سيمه کې  چاودنه هغه وخت وشوه چې پوليس د چاڼيزو عملياتو له ترسره کولو وروسته  ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته ستيندل .
  ده زياته کړه  چې په دې پيښه کې دامنيه قوماندانۍ د مرستيال په ګډون  درې تنه  پوليسان شهيدان  او اته تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغې پيښې ټپيان ددرملنې  لپاره دقندهار ولايت  ته ليږدول شوي او ددريو تنو ټپيانو روغتيايي   حالت خراب  بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته