(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ د څلورو لسیزو دښمني په ورورولۍ بدله شوه

کابل، د کب ٢٠مه، باختر

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په قاسمدړ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنې دښمنۍ ته د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، امنیه قومندان قاري عبدالله ذاهد، او د آټوک سیمې د اصلاحي کمېسیون د سپین ږیرو په هلو ځلو د پای ټکی کېښودل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او د دواړو کورنيو غړو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې قاري متوکل د سیمې له ولسونو وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، تر څو په ټولنه کې شته ستونزې د حکومت او ولسونو په ګډې همکارۍ په نښه او د حل لارې ورته ولټول شي.

د غونډې په وروستیو کې د یادې سیمې قومي مشرانو له متوکل څخه مننه وکړه، چې د سيمې هر ډول ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي او ورته د حل لارې لټوي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه دښمنۍ کې له دواړو لوریو ٨ تنه مړه شوي وو.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا