خبرونهامنیتټولنه

په لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۵ تنه ووژل شول

کابل، د وږي ۳۱ مه، باختر

د لغمان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل باختر آژانس ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د فراشغان کلي په مربوطاتو کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې د دواړو لورو څخه ۵ تنه وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده  چې د یادې پېښې په تړاو څو تنه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا