امنیت

د (آى اس آى) يوه غړي په افغانستان کې د دغه سازمان له فعاليتونو څخه پرده پورته کړه

 کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
د پاکستان د استخباراتي سازمان يوه غړي چې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى، په افغانستان کې د دغه سازمان له تروريستي فعاليتونوڅخه پرده پورته کړه.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د پاکستان د پنجاب صوبې اوسيدونکى او د (آى اس آى) د استخباراتي سازمان غړى عصمت الله د ياسين زوى په دې وروستيو وختوکې د پکتيا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ کې نيول شوى دى.
دى وايي چې دى له پنځو تنو نورو پنجابيانو سره په سيمه کې دطالبانو يوه قوماندان ته چې په نامه يې نه پوهيږي، و سپارل شو. ده دنده لرله چې د طالبانو له دغه قوماندان سره په ګډه کار وکړي.
(آى اس آى) ده ته وسله او چاوديدونکي توکي ورکړي و او د پاکستان د استخباراتي سازمان له پروګرام سره سم ده ته کلاشينکوف او چاويدونکي توکي  ورکړاى شول او وويل شول چې بايد په امنيتي ځواکونو او يا دا چې په شيعه ګانو بريدونه وکړي .
سره له دې چې عصمت الله پنجابى ټينګار کوي، هغه ځاى چې ورته ليږدول شوى و، نه پيژني. خو امنيتي چارواکي وايي چې دى له امکانانو او معلوماتوسره سيمې ته استول شوى و او په دې لټه کې دى چې واقعيتونه پټ کړي .
عصمت الله دباخترآژانس  دخبريال په وړاندې اعتراف  وکړ چې دپاکستان په  جوماتونو، مدرسو او په نورو اماکنوکې د افغانستان پرخلاف چې ګنې په دغه هېوادکې جهاد روا دى، زيات تبليغات کيږي .
د پاکستان ټولې ديني مدرسې خپل تبليغاتي پروګرامونه د پاکستان دپوځي استخباراتو د سازمان له خوا ترلاسه کوي او دا (آى اس آى) دى چې دغه مدرسې          رهبري کوي .
دغه راز ده وويل چې د طالبانو ، داعش، لښکرطيبه، لښکرجنګوي او د سپاه صحابه په ګډون تروريستي سازمانونه، ټول هغه سازمانونه دي چې د (آى اس آى) له خوا تمويليږي او امکانات او تجهيزات ترلاسه کوي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستيو وختوکې د امريکا د ملي امنيت سلاکار په ډانګ پيلي ډول د پاکستان په پته وويل چې له تروريستي ډلو سره په چلندکې سليقوي عمل کوي، يا دې ځان بدل کړي او يا له خطر سره به مخامخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته