امنیت

څلور وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ۱۱ مه
د دوو سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال طالبان په فراه کې د هېواد د هوایی ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې یو شمېر وسله وال  طالبان د فراه په مرکز په دهک کلي کې راټول شوي او په فراه ښار کې یې د یولړ تروریستي او ډار اچوونکو بریدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې د هېواد هوایي ځواکونو برید پرې وکړ چې له امله یې د دوو سیمه ېیزو قوماندانانو ملا اختر او ملامحمود په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته