اقتصاد

د انټرکانټیننټال هوټل د ونډه والو غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٢٥مه
د انټرکانټیننټال هوټل ونډه والو د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي په مشرۍ نن غونډه وکړه.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ترانسپورټ او هوایې چلند وزیر هم شتون درلود د انټرکانټیننټال هوټل په اوسني وضعیت، اساسنامه، بازار موندې او د انټرکانټیننټال هوټل د مدیریت په ښه والي خبرې وشې.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د انټرکانټیننټال هوتل ټول ونډه وال دهوټل اوسني وضعیت د ښه والي په موخه خپل استازي معرفي کړي.
د یادونې وړ ده چې، مالیې وزارت، د  ترانسپورټ او هوایې چلند وزارت، د سپین زر شرکت، پښتني بانک، د اریانا افغان هوایې شرکت او د افغان ملي بیمې شرکت د انټرکانټیننټال هوټل ونډه وال دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته