خبرونهاقتصاد

په لغمان کې د شمرام سربند د نږدې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي

کابل، د لړم ۹ مه، باختر

د لغمان ځايي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې یې د شمرام سربند د جوړولو چارې پیل کړې دي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د اليشنګ ولسوال قاري نورګل دلاور د باختر آژانس خبریال ته وويل، چې د شمرام سربند د جوړېدو چارې د WFP موسسې په مالي ملاتړ د شاوخوا ۸ میلیونو افغانیو په لګښت او د ABM موسسې په تخنیکي همکارۍ پيل شوې.

په ورته وخت کې د لغمان د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد له مرسته کوونکو موسسو څخه د مننې تر څنګ وغوښتل، چې د کارونو کیفیت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا