ورزش

د هرات د ولسواليو د جام د واليبال سيالۍ دوام لري

کابل باختر دتلي اوولسمه :
په هرات کې د ولسواليو د جام د واليبال د سياليو دويمې اوونۍ پرون مازيګر په شپږو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د انجيل، ادرسکن، شينډنډ الف ، تورغندي بي، پښتون زرغون بي او د شينډنډ بي ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شول.
  د ضيا دڅرګندونوله مخې: د ولسواليو د جام د واليبال سيالۍ يوه اوونۍ مخکې د پنځلسو ټيمونو په ګډون په هرات ښارکې پيل شوې دي چې د هرې اوونۍ  د پنجشنبې او جمعې په ورځوکې دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته