خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې د عشر او زکات له درکه نهه نیم میلیونه افغانۍ راټولې شوې دي

 کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر

د لغمان سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د عشر او زکات له درکه د ۹،۵ میلیونو افغانیو راټولولو خبر ورکړ.

دغه عوايد په تېرو يوولسو مياشتو کې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته ترلاسه شوي دي.

د لغمان ولايت د کرنې رئيس مولوي محمد ولي محسن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د لغمان خلکو په خپله خوښه عشر او زکات ورکړى دى.

هغه تاييد کړه چې په دغو يوولسو مياشتو کې له خلکو څخه ۹ ميليونه ۵ سوه زره افغانۍ راټولې شوې دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا