
کابل، د لیندی ۲۸ مه، باختر
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېر کال په پرتله د ممپلیو حاصلات زیات شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن باختر آژانس ته وویل، چې د لغمان په شګلنو ځمکو کې ممپلي ښه حاصل ورکوي او د تېرکال په پرتله سږکال د ممپلیو په حاصلاتو کې ۵ ټنه زیاتوالی راغلی، چې بزګران یې د مارکېټ له شتون څخه هم خوښ دي.
هغه وویل، چې په دغه ولایت کې د ممپلیو د پروسس یوه خصوصي کارخونه هم د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.
جهانیار