ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې لس تنه ووژل شول اوشل تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دهرات _ ادرسکن  په لويه لاره کې دترافيکي  پيښې له امله لس تنه ووژل شول او څه دپاسه شل تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه  ديو مسافر وړونکي بس موټر دچپه کيدو له امله چې کابل ته روان و رامنځته شوه .
دهرات دپوليسو يوه مسوول باختراژانس ته  وويل چې په دې پيښه کې لس تنه ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول.
دهرات دروغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل چې تراوسه پورې ديرش تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي چې دوه ماشومان او څلو ر ښځې هم پکې شاملې دي .
شيرزي دپيښې سيمه دشينډنډ ولسوالۍ  په مربوطاتو کې وباله او څرګنده يې کړه چې په دې پيښنه کې لس تنه ووژل شول چې مړي يې تراوسه پورې دغه روغتون ته نه دى ليږدول شوى .
ده دغه روغتون ته دپنځو تنو ليږدول شويو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله
  ددغې پيښې علت دمسافر وړونکي موټر ګړنديتوب اعلام کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته