ټولنه

په لغمان کې له ٢٠٠ کورنيو سره مرستې وشوې

_   مهترلام باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٠ :
په لغمان ولايت کې نن  له دوه سوه مستحقو کورنيوسره د نړۍ دخوړوسازمان له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د لغمان ولايت د سرې مياشتې د ادارې يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل:  له  دوه سوه بېوزلو او مستحقو کورنيو سره د نړۍ د خوړوسازمان له خوا دخوراکي توکو مرسته وشوه .
ده وويل: په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، چاى، مالګه او بوره شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته