اقتصاد

په غورکې په سلګونو کورنيو د پروژو په تطبيق سره ګټه اخستې ده

کابل باختر د سلواغي لسمه : په روان کال کې په غور ولايت کې څلور سوه پنځه اتيا پرمختيايي پروژې بشپړې اوګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي. د غور والي سيدانور رحمتي باخترآژانس ته وويل: په دغوپروژو اووه اتيا مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي چې د سړکونو، د اوبو دکوچنيو بندونو، کانالونو، استنادي ديوالونو او د ټولنيزو مرکزونو جوړول، د لاسي بمبو درول، د ژورو څاه ګانو کيندل، د روغتيايي مرکزونو او د خياطى د روزنيزوکورسونوجوړول پکې شامل دي چې د غور ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې بشپړې اوګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي . د رحمتي د څرګندونوله مخې: د دغو پروژو له ښيګڼو څخه د سيمې په سلګونو تنو خلکو ګټه اخستې ده . د غور والي دغه ر از زياته کړه چې څه دپاسه اووه اتيا ميتريک ټنه غنم هم له پيښو سره د مبارزې د ملي کيمټې له خوا په غور ولايت کې د وچکالى له امله مصيبت ځپلو کسانو ته بيل کړاى شوي دي او په مستحقوکسانو د هغو د ويش کار همدا اوس په دغه ولايت کې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته