فرهنګ

دکتاب نندارتون جوړ شو

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
د ١٣٩٣ کال د نوروز د نړيوال جشن د هرکلي په خاطر نن د افغان خپرونکو دکتاب نندارتون جوړ شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: راتلوونکى کال د نوروز جشن د نوروز د سيمې او حوزې د هيوادونو د مشرانو او واکمنو استازو په ګډون په افغانستان کې جوړيږي .
دافغان خپرونکو دکتاب نندارتون ددغه جشن دهرکلي په خاطر په ملي نګارستان کې جوړ شو.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ لومړى د بيهقي کتابونو د خپرونو رييس فيض الله محتاج خبرې وکړې او ويې ويل چې اوس په کابل کې دکتاب ٢٧ خپرونکي فعاليت کوي چې کتابونه يې په څلورو نړيوالو نندارتونو او د سيمې د هيوادونو په نندارتونوکې نندارې ته وړاندې شوي دي.
وروسته داطلاعاتواو فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي خبرې وکړې او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياړي چې د راتلوونکى کال د نوروز د نړيوال جشن د فرهنګي کميټې مشر توب په غاړه لري. په همدې مقصد دغه وزارت د نوروز د جشن په وياړ چې په افغانستان کې لرغونى تاريخ لري؛ يو لړ خاص پروګرامونو ترلاسه لاندې نيولي دي .
په دغو پروګرامونوکې دکتابونو چاپول، د نندارتونونو جوړول ، دتياتر نمايشات ، ټلويزيوني پروګرامونه، مستند فلمونه ، د موسيقي فستيوال، سيمينارونه، د شعر شپه او په افغانستان کې د نوروز لرغونى تاريخ شامل دي .
پوهمل فراهي زياته کړه: څلورکاله مخکې د ملګرو ملتو سازمان د فرهنګي او روزنيزې کميټې يا يونسکو له پريکړې سره سم د نوروز جشن د يو نړيوال جشن په توګه وپيژندل شو چې د هغې له مخې هرکال دغه جشن د نوروز د حوزې په يو هيوادکې جوړيږي.
سږ کال افغانستان ددغه جشن دجوړولو وياړ لري او په دې برخه کې يې لازم تيارۍ نيولې دي .
دغه نندارتون د دريو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته