سیاستخبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په رسمي سفر پاکستان ته روان شو

کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، نن په رسمي سفر پاکستان ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر قلندر عباد به د دغه سفر په بهیر کې د پاکستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو او روغتیايي مسئولینو سره لیدنه وکړي او هلته د افغان ډاکټرانو د روزنې اړوند د زمینه سازۍ او دې هېواد ته د استول شویو ډاکټرانو د ستونزو د حل په موخه بېلابېلې ناستې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته