امنیت

په پکتيا کې دشپږوتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

-کابل باختر د ثور  شلمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې دپوځيانو دبريد له امله ووژل شول
  په دغو طالبانو تيره شپه دجاني خيلو په ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکوفعاليتونو  بوخت وو .
دتندر قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې  خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي چې دپوځيانو په دې بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل دغه طالبان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
  په خبر کې ويل شوي دي چې ددغه بريد په بهير کې  دطالبانو څو جنګي وسايل دپوځيانولاس ته ورغلي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته