ټولنه

په بلخ کې له څلور ديرشو پروژو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر د  کب څلورمه :
په بلخ ولايت کې ٣٤ ټولګټې پروژې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
دغه پروژې د څه دپاسه ديرشو مليونو ډالرو په لګښت په يوکال کې د بلخ ولايت په چارکنت ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي .
د بلخ ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د څلورو درې ټولکيزو او د دوو دوه ټولګيزو ښوونځيو په ګډون د شپږو ښوونځيو د ودانيو، د نولسو ټولنيزو مرکزونو، د څښاک د روغتيايي اوبو د اتو زيرمو د دوه شپيتو مترو په اوږدوالي  د استنادي ديوال او دوه پلګوټي جوړول او د څوارلسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک جوړول او کريړ اچول شامل دي.
ويل کيږي چې له دغو پروژو څخه  په يو ديرشوکليو پورې اړوند څه ناڅه ٣ زره ٨١٣ کورنۍ  ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته