(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په لغمان کې د ٣ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ٣ ميليونه افغانيو په لګښت د ٣ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت د شېخ صيب له سيمې څخه تر کندې کلي پورې د درې کيلو متره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد سړک د چارو د پیل په مراسمو کې د لغمان والي قاري زين العابدين عابد وويل، چې دغه سړک د الينګار ولسوالۍ د شېخ صيب له سيمې څخه تر کندې کلي پورې د ٣ کيلو مترو په اوږدوالي د سیمو د خلکو په مالي لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د ٢ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

عابد زیاته کړه، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به ١٠ ګونه کلي او درې له عمومي سړک سره ونښلول شي.

نوموړي د الينګار ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلوونکي کې به په دې ولسوالۍ کې بېلابېلې سترې او کوچنۍ پروژې پلې کړي، چې ورسره سم به د ولسونو ستونزې راکمې شي.

بلخوا د يادې سيمې ولسونو د لغمان والي او الينګار ولسوال څخه مننه وکړه، چې د دوی په سيمه کې يې د ياد سړک د جوړېدو چارې یې پيل کړې.

هغوی د لغمان والي څخه وغوښتل، چې الينګار ولسوالۍ ته په ټولو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا