امنیت

په عنابه کې د ايمرجنسي روغتون دماشومانو د داخلې څانګه پرانستل شوه

کابل باختر دلړم دريمه :
دپنجشير ولايت  د عنابه ولسوالۍ دايمر جنسي په روغتون کې  دماشومانو د داخلې څانګه  نن پرانستل شو ه .
  په پنجشير کې  دايمر جنسي دروغتونونومسوول ډاکتر اکبر وافي  باختراژانس ته وويل  چې دغه څانګه  په پنځه ويشتو بسترو او درملتون سمباله ده  چې  چارې يې  ددولسو تنو ډاکترانو ،  شلو تنو روغتيا پالو او ددولسو تنو  خدماتي پرسونل له خوا  پرمخ بيول کيږي .
وافي زياته کړه چې دغې څانګې  مخکې له دې  په ابتداييه ډول  فعاليت کاوه  خوله دې وروسته په رسمي  ډول  او له  پخوا څخه په سمباله  او پراخه توګه  فعاليت کوي .
  ده زياته کړه  په دې څانګه کې  دهغو ماشومانو چې دهاضمې  دسيستم ، تنفسي ، انتاني او دعمومي داخلې په تکليفونو  اخته وي  ،  په وړيا ډول درملنه کيږي .
   ددغې څانګې  په پرانستلو کې  دپنجشير ولايت مرستيال  مولانا محمد امين  صديقي  ، ددولتي ادارو رييسانو ، ډاکترانو ، عالمانو او دسيمې مخورو ګډون  درلود .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته