
کابل، د وري لومړۍ، باختر
د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د کرنې، کلیو پراختیا، پوهنې، روغتیا، ټولنیز مسؤنیت او زېربنایي سکتورونو په همغږۍ ۹۱ پروژې پلي شوې دي.
چې د لغمان د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد له باختر آژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په ۱۴۰۱ ه ش کال کې د غیر دولتي موسسو په همکارۍ او د اسلامي امارت له لوري په دې ولایت کې د ۲۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۱ بېلابیلې پراختیايي پروژې پلې کړي، چې په کې ۲۶ یې بشپړې شوي او پر ۶۵ نورو کار روان دی، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مولوي حامد زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې کانالونه، سربندونه، محافظوي دېوالونه، ګبینوالونه، کارېزونه، سړکونه، د پاکو اوبو رسولو شبکې، څاه ګانې، د ښوونځیو ودانۍ، کتابتونونه، لمریزې شبکې، د استوګنې کورونه، ویالې، پُلچکونه او برېښنايي سېستمونه شامل دي، چې ځینې نوي جوړ شوي او ځینې نور بیا رغول شوي دي.
هغه وویل، چې د نوي کال لپاره یې د لسګونه نورو پروژو وړاندیزونه کړي او له ګڼو موسسو سره غږېدلي چې زرګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
ص