کابل باختر د ثور لومړى :
په باميانو ولايت کې دواورې وروستي اورښت ددغه ولايت دبزګرانو دانديښنې سبب شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دباميانو ولايت ديکاولنګ ولسوالۍ بزګران په دغه ولايت کې دواورې دبې وخته اورښت له امله انديښنه خڅرګنده کړې ده .
دوى وايي دواورې بې وخته اورښت ددوى دګروندو دله منځه تللو سبب شوى دى .
ديکاولنګ ولسوالۍ يوبزګرعلي حيدر وويل چې دواورې بې وخته اورښت ددې سبب شوى دى چې دده دغنمو کروندې له منځه يوسي .
دباميانو ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې دواورې اورښت په داسې حال کې رامنځته کيږي چې په غور ولايت کې هم دواورې داورښت په باب رپوټ ورکړشوى دى . چې له امله يې يو زيات شمير څاروي له منځه تللي دي او کروندوګرو اومالدارانو ته زيات زيانونه اوښتي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل