نړۍ

اجمل قصاب اعدام شو

نوى ډيلي ډي ډان  باختردلينډى دمياشتې لومړۍ نيټه  :
دهند په ممبي ښارکې د ٢٠٠٨ ميلادي کال د بريدونو يواځينۍ ژوندى پاتې شوي  اجمل قصاب چې په هند کې بندي و نن سهار ددغه هيواد په يو جيل کې په دار وځړول شو.
دى له هغه وروسته اعدام شو چې دده دبخښنې غوښتنه دهند دجمهوررييس پرناب موکرجي له خوا رد شوه.
درسنيو دخبرونو له مخې ، داجمل قصاب داعدام  حکم دلړم دمياشتې په اتلسمه نيټه لاسليک شوى و او له هغه وروسته چې  پرناب موکرجي  دده دبخښنې غوښتنه  ردکړه  په سيمه ييز وخت په اوو بجو او ديرشو دقيقو دهند ديوني ښار په جيل کې اعدام شو.
اجمل قصاب چې په  پاکستان کې زيږيدلى و په يولړ تورنو له دې جملې څخه دهند پرخلاف دمبارزې اوجګړې په ٢٠١٠ کال کې دتروريستي او وژنو داقداماتو له امله دده له مجرم پيژندلو وروسته په اعدام محکوم شو.
دهندممبي ښار  د٢٠٠٨ کال په بريدونو کې چې داجمل قصاب په ګډون ديوشمير وسله والو کسانو له خوا په لوکسو هوټلونو ، ديهوديانو په يو مرکز ، يو روغتون او داوسپنې پټلۍ په يو تم ځاى کې وشوې  يوسلو شپيته تنه ووژل شول.
هندپه پاکستان کې دلښکر طيبه په ياغيانو دوسله والو کسانو دپوځي روزنې، دتجيهزاتو دبرابرولو او مالي ملاتړ تورلګولى او وايي چې دپاکستان په اردو کې ديوشميرعناصرو له خوا يې ملاتړ کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته